د راپورونو له مخې د فیلیپین په جنوب کې تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۷ کسان مړه او تر ۴۸ زیات لادرکه شوي دي. د فیلیپین د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو پرون چهارشنبه ویلي، چې د ځمکې ښویېدنې په دې پېښه کې ۳۱ کسان نور ټپيان شوي دي. په راپور دغه راز ویل شوي، په دې ځمک-ښویېدنه کې دوه کورونه چې ځايي کان کیندونکې په کې اوسېدل تر خاورو لاندې شوي او لا مالومه هم نه ده چې څو کسان په کې اوسېدل؛ خو ټول تر خاورو لاندې شوي دي.