د امریکا پوځ پرون تایید کړه چې د سمندري ځواکونو پنځه غړي يې د سان دییګو ښار ته څېرمه د یوې پوځي هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي. چارواکو ویلي، چې د سوپر سټالین هلیکوپتر د سې شنبې په شپه ناوخته په توپاني هوا کې هغه مهال ورکه شوه چې له لاس ویګاس څخه سان ډيیکو ته د روزنیز ماموریت وروسته راستنېدله. د دغو سرتېرو قوماندان مایکل برګشولټ ویلي، د دغې الوتکې بدنه د چهارشنبې په ورځ له سان ډییګړ ښار څخه شاوخوا یو ساعت لرې په یوه غرنۍ سیمه کې وموندل شوه، خو د دغو پنځو کسانو د پاتې شونو او د غورځېدو د لامل د موندلو هڅې روانې دي.