د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو د پایلو په اړه سیاسي ګوندونو او لاریون کوونکو ته ویلي، چې د دغه هېواد خلکو د ټاکنو پایلې منلې دي. انوارالحق کاکړ د وروستیو ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون او د پوځ له کړنو هم دفاع وکړه. کاکړ په داسې حال کې د ټاکنو کمېسیون او د هغې د پایلو دفاع وکړه، چې یو شمېر سیاسي ګوندونه د فبرورۍ د اتمې د عمومي ټاکنو په پایلو کې د درغلیو او لاسوهنو ادعاوې کوي. انورالحق کاکړ د پاکستان پر سیاسي ګوندونو نیوکه کړې چې په پاکستان کې د ټاکنیزو تشو د له منځه وړلو لپاره د “اغېزمنو قوانینو” په جوړولو کې پاتې راغلي دي.