د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا د سنا جرګې د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له اوکراین سره یې د۶۱میلیارده ډالرو مرسته تصویب کړې ده. زیلینسکي پرون په پلازمینې کییف کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چېموږ د امریکا له متحدو ایالتونو مثبت خبرونه ترلاسه کړي دي، هغه دا چې د دغه هیواد د سنا جرګې زموږ د هېواد او زموږ د پوځیانو په ملاتړ رایي ورکړې ده. د راپورنو له مخې د امریکا مشرانو جرګې پرون له اوکراین سره د ۶۱ میلیارده ډالرو اقتصادي او نظامي مرسته تصویب کړه، خو بل لور ته بیا د امریکا استازیو جرګه چې ډېری پکې جمهوري غوښتونکي دي ویلي، چې دا مرسته به تایید نه کړي.