اوکرایني چارواکو ادعا کړې، چې په اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمه کې یې د روسیې یوه لویه کښتۍ له مینځه وړې ده. د اوکراین پوځ ویلي، چې له دغې کښتۍ څخه د پوځي عملیاتو او استخباراتي چارو لپاره کاراخیستل کیده. د راپورونو له مخې، د روسیې دغه کښتۍ د الوپکا په سیمه کې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې وه. د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف د اوکراین د پوځ دغه ادعا بیا رد کړې ده او زیاته کړې یې ده دا هم ګرانه ده چې د کییف دغه ادعا دې په خپلواکه توګه تایید شي.