د المان د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هیواد او اوکراین ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون د یوې برخې په توګه، برلین د ۱.۱۳ ملیارده یورو په ارزښت د اوکراین سره نورې پوځي مرستې کوي چې تر ډیره په هوايي دفاعي سیسټم او توپچي برخو راټولې دي. د المان لومړي وزیر اولاف شولز او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون د المان په پلازمینه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې امنیتي تړون لاسلیک کړ. المان به په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې اوکراین ته ۱۸ نور هویټزر توپونه سره د مهماتو او پرزو هم ورکړي.