د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش له اسراییلو او حماس څخه په غزه کې د اوربند او له قید او شرط پرته د بندیانو د ازادولو غوښتنه کړې ده. ګوترېش په غزه کې اوربند او د بندیانو ازادول د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د حل یوازینی اساسي او پیاوړی ګام بللی دی، او زیاته کړې یې ده، چې په اوربند سره به غزې ته بشري مرستو رسولو بهیر چټک شي.