د هندۍ رسنیو د راپورونو له مخې د هند د اورلوبې د تولیداتو په یوه فابریکه کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۰ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. ځایي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې په تامل ناډو کې د دې چاودنې علت په فابریکه کې دننه یوه اورلګېدنه وه. د ځایي چارواکو په خبره، د دې اورلګېدنې علت لا معلوم نه دی، خو په هغو لومړیو شېبو کې کنټرول شوی دی. د هندوستان په فابریکو کې دا ډول پېښې ورځنۍ موضوع ده، ځکه ډېری وخت یې خاوندان د خوندیتوب اصولو ته پام نه کوي. تېره جمعه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم ۱۱ کارګران هغه وخت مړه شول چې د رنګونو په یوه فابریکه کې پراخ اور ولګېد او ورپسې چاودنه وشوه.