پاکستاني رسنیو ویلي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړي او نوماندان د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د لاریونونو پرمهال له پاکستاني پولیسو سره په اخوډب شوي دي. د تحریک انصاف ګوند غړي او نوماندان هلته وروستۍ پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او پایلې یې نه مني. د یاد ګوند نوماندان که څه هم د پولیسو له لوري نیول شوي هم دي خو د ګوند مشرانو غړو ویلي چې د هېواد په کچه به لاریونونو ته دوام ورکوي.