پاکستاني پولیسو چمن کې پر پرلت کوونکو برید کړی او درې کسان یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانو پر پرلت کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم شیندلی دی. چمن کې د سپین بولدک پر دوازه د تګ راتګ په موخه د پاسپورټ او یزې د جبري کېدو په غبرګون کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې پرلت روان دی. پرلت کوونکي وايي، د پولیسو او ځايي چارواکو فشارونو ته نه تسلیمېږي او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.