دراپورونو له مخې د اتریش پولیسو ویلي، چې یو افغان کډوال د درېیو ښځو د وژلو په تور نیول شوی دی. د اتریش رسنیو د راپورونو له مخې تېرې جمعې په شپه د ویانا ښار په یوه کور کې د هغو دریو ځوانو نجونو جسدونه موندل شوي، چې د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي. پولیسو ویلي، چې د پېښې نږدې سمیه کې یې یو ۲۷ کلن سړی، چې چاقو هم ورسره و، د قتل په تور نیولی دی. سکای نیوز او د یاد هیواد ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې نیول شوی کس ۲۷ کلن افغان کډوال دی. تر اوسه د دغه افغان کډوال د هویت په اړه نورجزییات نه دي خپاره شوي.