د هنګري پارلمان له ۱۸ میاشتني ځنډ وروسته په ناټو کې د سویډن غړیتوب منظور کړی دی. هنګري د ناټو یوازینی بشپړ غړی هیواد و چې د نړۍ پدې تر ټولو ستر نظامي سازمان کې یې د سویډن غړیتوب نه و منلی ځکه د هنګري ملت پال افراطي صدراعظم ، ویکټور اوربان چې د روسیې سره نږدې اړیکې لري ویلي چې د سویډن سیاستوالو لخوا د هنګري په ډیموکراسۍ انتقادونه د دې پرېکړې د ځنډ لامل و. فنلنډ د تیر کال اپریل په میاشت کې د نړۍ دې تر ټولو ستر نظامي تړون ۳۱ م غړی شو خو د ترکیې او هنګري مخالفت له کبله د سویډن غړیتوب ځنډیدلی و. د ترکیې د پارلمان غړیو تیره میاشت د شمالي اتلانتیک تړون په سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب تر څه باندې یو کال ځنډ وروسته د رایو په اکثریت منظور کړ. د دې سازمان د قانون له مخې که یو بشپړ غړی هم د کوم هیواد غړیتوب سره مخالفت وښي، غړیتوب نه ورکول کیږي.