د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۲ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. په خیبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې ویاند بلال فیضي پرون رسنیو ته ویلي، چې په ډېرو سیمو کې لا هم د ورښتونو لړۍ روانه ده او خلکو ته يې د مرستو رسولو هڅې پیل کړي دي. د فیضي په خبره، د خیبر پښتونخوا په سیاحتي سیمو کې د سېلابونو له کبله ۲۵ سیلانیان بند پاتې وو چې اوسمهال خوندې ځایونو ته انتقال شوي دي. بلخوا بیا د خیبرپښتونخوا په سوات کې د مارچ تر نهمې نېټې پورې د ټولو تعلیمي ادارو د تړلو کېدو امر شوی دی. تر دې وړاندې د روان کال د فبرورۍ په ۱۹مه هم په خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو له کبله ۴ تنه مړه او ۹ نور ټپیان وو.