د نفتو صادرونکو د(OPEC) غړو هېوادونو سازمان هوکړه کړې، چې د روان کال په دویمه ربع کې به د تېلو په صادراتو کموالی راولي. د سعودي عربستان او روسیې په مشرۍ اوپیک پلس سازمان پرون ویلي، چې د تېلو په صادراتو کې کموالی به د روان کال د جون تر پایه دوام وکړي. روسیه چې د اوپیک له متحدینو څخه ده، ویلي چې د روان کال په دویمه ربع کې به هره ورځ ۴۷۱ زره بېرله تېل تولید کړي. د روسیې د صدراعظم مرستیال الکساندر نوواک ویلي چې دا پریکړه یې د اوپیک پلس سازمان له غړو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.