د امریکا پولیس وایي په واشنګټن کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دا کسان هغه وخت ووژل شول چې دوو کسانو په یوه موټر کې پر سپرو کسانو ډزې وکړې. په دې ډزو کې دوه کسان وژل شوي او د دریم کس جسد بیا له موټر نه تقریباً ۴۵ متره لرې پیدا شوی دی. د پیښې عاملین له سیمې تښتېدلي دي خو پولیسو ویلي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي. د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.