د لبنان حزب الله ډلې مشر وایي که چېرته دا ځلې اسراییل پر لبنان او یا سوریه برید وکړي او یا هم څوک ترور کړي سخت به پښېمانه شي. د راپورونو له مخې د حزب الله ډلې پر اسراییلو غږ کړی دی چې د بې ګناه خلکو بې موجبه وژنه دې بنده کړي او کنه نو د خپل عمل سزا به وویني. د یادې ډلې مشر سید حسین نصرالله له المیادین خبري شبکې سره په مرکه ویلي چې دی د اسراییل پر مشر او نورو لوپوړیو چارواکو باندې غږ کوي چې کومه اشتباه دې نه کوي. هغه ویلي د سوریې او لبنان پر خلکو برید به له دې وروسته بې ځوابه پرې نه ږدي نو ښه ده چې اسراییل په پام سره قدمونه واخلي. هغه ویلي پر یادو دواړو هېوادونو تېری نور د زغم وړ نه دی او که چېرته یې څوک کوي نو عواقب دې هم له یاده نه باسي.