د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ایران باید ژر تر ژره د اډوانتېج سویت په نوم د نفتو بېړۍ ازاده کړي. متیو مېلر دغه راز وایي، چې د بېړۍ چلولو د ازادۍ په چارو کې لاسوهنه سمندري امنیت او د سیمې ثبات او نړیوال اقتصاد ته یو ګواښ دی. نوموړي دغه خبرې وروسته تر هغه کړې، چې د ایران فارس اژانس پرون راپور ورکړی، چې ایران به له دغې بیړۍ څخه چې په توقیف کې یې ده د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت خام تېل تخلیه کړي. د اډوانتیج سویټ په نوم دغه بېړۍ چې د مارشال بیرغ پرې رپیږي، د امریکا د یوه لوی نفتي شرکت شیورون له خوا اجاره شوې وه. د ایران سمندري ځواکونو تېر کال د تېلو دغه لویه بیړۍ د دې ادعا له مخې و دروله، چې ګواکې له ایرانۍ بېړۍ سره یې ټکر کړی دی.