د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه په عرب سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۳۱ کب نیوونکي ټپيان او ۱۴ لادرکه دي. پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه کسان د کبانو ښکار لپاره دې سمندرګي ته تللي وو چې د درېوو ورځو په تېرېدو سره لاهم ۱۴ کب نیوونکي لا درکه دي. یاد کب نیوونکي د کراچۍ د ابراهیم حیدري سیمې اوسېدونکي دي. د یادو کب نیوونکو کورنۍ پر حکومت غږ کړی چې د کورنۍ د غړو په موندلو کې دې ورسره مرسته وکړي. بلخوا رسنیو د سِند حکومت چارواکو له قوله ویلي چې د یادو کسانو د لټون عملیات یې پیل کړي چې پکې د دغه هېواد سمندري ځواکونه هم برخه لري.