د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښوویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او ۷ نور لادرکه دي. د اندونیزیا د یادې سیمې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ډوني یوسریزال ویلي، ژغورونکو ډلو په درېوو کلیو کې لس جسدونه پیدا کړي دي. د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، شپږ مړي په سیلاتان کې موندل شوي او درې جسدونه د پادنګ پرېمان په ګاونډ ولسوالي کې پیدا شوي چې تر دې دمه د مړو شمېر ۱۹ ته رسېږي. د دې ادارې په وینا، لږ تر لږه دوه کلیوال ټپیان شوي او اووه نور تراوسه لادرکه دي چې تر ۸۰زرو زیات کسان لنډمهالي حکومتي پناه ځایونو ته وړل شوي دي.