د پاکستان د پنجاب په ولایت کې پولیسو د پخواني صدراعظم عمران خان لسګونه پلویان چې په پارلماني ټاکنو کې د شویو درغلیو پر ضد یې لاریونونه کول، نیولي دي. د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویلي چې لاریونونه یې سوله ییز وو. ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په تلویزیونونو کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې پولیس د پي ټي آی لوړپوړي مشران او کار کوونکي په لاهور ښار کې نیسي. دې ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر ۱۰۰ ډیر غړي یې پولیسو نیولي دي او ادعا لري چې هغوی په پارلماني ټاکنو کې د “ټګیو او واک غلا” پر ضد سولهییز لاریونونه کول. د پي ټي آی په اعلامیې کې د پولیسو دا کړنه غندل شوې او په سمدستي توګه د ټولو نیول شویو کسانو د خوشې کیدوغوښتنه یې کړې.