د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان امریکا د خپل سفر په ترڅ کې له ډونالډ ټرمپ سره پټه کتنه هم کړې ده. نوموړي خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته ویلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ که ټاکنې وګټي؛ نو د اوکراین پرضد د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو منظم پلان لري. اوربان پرون ناوخته په یوه ټلویزیونې مرکه کې همدا دغه راز ویلي، چې ټرمپ به د دې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره اوکراین ته مالي مرستې بندې کړي. اوربان چې حکومت یې اوکراین ته د پوځي مرستو له لېږلو ډډه کړې، خو له مسکو سره اړیکې پالي، زیاته کړه چې اوکراین په یوازې ځان په پښو نه شي درېدلی.