د پاکستان په مرکزي برخه کې د یوې درې پوړیزې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې ۹ تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، دا پېښه نن سهار وختي د پنجاب ایالت په ختیځ د ملتان ښارکې رامنځته شوې ده. د دې ایالت یوه چارواکي رضوان قادر وویل چې په نږدې کورونو کې د نړېدلې ودانۍ د خاورو خښتو د راپرېوتو له امله هم یوشمېر کسان ټپیان شوي دي. هغه ویلي چې په مړو شویو کې څلور کسان د یوې کورنۍ غړي وو. د دغې ودانۍ د نړېدو د څرنګوالي په اړه نورجزییات نه دي ورکړل شوي، خو په پاکستان کې د ودانیو نړېدل ډېرعام ځکه دي چې اکثره په ودانیو کې له هغو ساختماني موادو کار اخیستل کیږي چې ارزانه دي او هم د ودانیو د خوندیتوب معیارونو ته یې پام نه کیږي.