د راپورونو له مخې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دواړو د خپلو ګوندو د استازو ډېرې رایې ترلاسه کړې او د نومبر د ۵ مې نېټې د ټاکنو لپاره نوماند شوي دي. د مالوماتو له مخې د ۴ ایالتونو، یوې امریکايي سیمې اوبهرمیشتو دموکراتانو تېره ورځ خپلې ټاکنې ترسره کړې. د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د ګوندي نوماندانو رسمي اعلان به څومیاشتې وروسته سږکال په اوړي کې کیږي. ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره په جمهوريپالي ګوند کې د ۱۲۲۸ استازو رایې ترلاسه کړي پداسې حال کې چې فقط ۱۲۱۵ رایو ته یې اړتیا درلوده. ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې جنایتونو سره به مبارزه وکړي، د کورنۍ انرژي تولید به پیاوړی کړي، پربهرنیو وارداتوبه مالیه ډېره کړي او د اوکرایین جګړه به ختمه کړي.