تېره ورځ دوې غبرګې چاودنې په فلیپین کې په یوه کلیسا کې وشوې او درېیمه چاودنه په نایجیریا کې د پوځ پر یوه اډه وشوه. داعش ډله وایي چې دوو ځانمرګو بریدګرو یې په فلیپین کې په یوه کلیسا کې د عبادت پر مهال بریدونه کړي دي. په دې غبرګو بریدونو کې تر ۸۰ پورې کسان ټپیان او شل نور ووژل شول. داعش ډله وايي چې د نایجیریا په برید کې یې هم دېرش حکومتي سرتېري وژلي دي. خو د نایجیریا پوځ وايي چې په پېښه کې یوازې اته سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي. داعش ډله داسې مهال د خونړیو بریدونو مسوولیت مني چې امریکا ددغه ډلې د له منځه وړلو او ختمولو ادعا کوي.