ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې اته کسان پکې مړه شوي دي. د پیښې د قربانیانو هویت نه دی ښودل شوی. ځینې کډوال له همدې لارې له ترکیې څخه اروپا ته د تللو هڅه کوي چې په تیرو ورته پېښو کې افغان کډوال هم مړه شوي دي. چارواکو ویلي چې په پېښه کې دوه کسان د ترکیې ساحل ساتونکو ژغورلي او دوه نور یې په خپله له اوبو څخه په وتلو بریالي شوي دي. دغه کښتۍ د ترکیې تر ټولو لوی ټاپو ګوکسیدا یا امبروس ته نږدې ډوبه شوې، چې د چناق قعلې ولایت شمال لوېدیځ ساحل ته څېرمه موقعیت لري. چارواکي وايي د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.