د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق له پلاوي سره غږېدلي دي. دغه لیدنه چې د یاد هېواد پلازمېنې اسلاماباد کې شوې، د پاکستان مالیې وزیر اورنګزېب خان او د ایاېماېف پلاوي مشري نېټن پورټر د دغه هېواد د اقتصادي او مالي چارو د دویمې ارزونې په تړاو پهکې خبرې کړې دي. د پاکستان مالیې وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ارزونه به څلور ورځې دوام وکړي او هېله یې څرګنده کړې چې پور به ترلاسه کړي. د وزارت په وینا، که دغه ارزونه بریالۍ شي، ایاېماېف به دغه هېواد ته ۱.۱ میلیارډ ډالر پور ورکړي. دغه پور په قسط ورکول کېږي. پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له اقتصادي ناورین سره مخ دی چې هماغه کال یې د پیسو نړیوال صندوق څخه د شپږ میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو درې کلن هوکړهلیک لاسلیک کړ.