د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې به په ملي کچه ټاکنې د اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شي. اټکل دا دی چې د هندو ملتپال صدراعظم، نرندرا مودي به د درېیمې دورې لپاره هم دغه ټاکنې وګټي. د مالوماتو له مخې په هند کې نږدې یو ملیارد وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او دغه ټاکنې څه باندې ۶ اوونۍ د اپرېل له ۱۹ مې نېټې څخه د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام کوي. دا په نړۍ کې تر ټولو پراخې ټاکنې ګڼل شوې دي. ۷۳ کلن مودي مخکې له مخکې غیررسمي کمپاینونه هم پیل کړي دي او تمه لري چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹م کلونو په څېر یو ځل بیا هم په ټاکنو کې بریا خپله کړي.