پاکستاني رسنیو ویلي، چې د IMF یو پلاوی د پاکستان د اقتصادي وضعیت د څېړنې او د دې هېواد خزانې وزارت ته د نورو پورونو د ورکړې په اړه سفر کوي. نیو نیوز پاکستانۍ خبري شبکې ویلي، چې د IMF یاد پلاوی به سبا د پاکستان د خزانې وزارت له چارواکو سره د دویمې ورځې مذاکرات پیل کړي، چې ټاکل شوې دغه خبرې د مارچ تر ۱۸ مې دوام ولري. یادې رسنۍ زیاته کړې، که د پاکستاني چارواکو له لوري د IMF له پلاوي سره دغه خبرې بریالۍ شي، نو پاکستان به په لومړي قسط کې د پیسو له نړېوال صندوق څخه نور ۱ میلیارد او ۱۰ میلیونه ډالره پور ترلاسه کړي. د پاکستان مرکزي بانک د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې اوس مهال په پاکستان د نړېوالو پورونه ۶۵ زره میلیارده پاکستانیو کالدارو ته رسېږي، چې نږدې ۲۳۳ میلیارده ډالره کېږي.