د اوکراین هوايي ځواک پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې نن سهار یې د هوايي مدافعې د سیسټم په وسیله ۳۱ روسي توغندي نسکور کړي دي. په بیان کې دغه راز راغلي، چې روسي ځواکونو پر پلازمېنه کیېف د دوو لویو اسکندر ډوله بالستیک توغندیو او د ۲۹ کروز توغندیو په وسیله برید وکړ، خو د بیان له مخې واړه توغندي وویشتل شول او له منځه ولاړل. بلخوا د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو وايي نن هغه مهال چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو د روسیې یو لوی توغندی وویشت ۱۰ کسان د دې توغندي په چرو ټپیان شوي دي.