د مسکو د برید په تړاو چې ۴ شکمن کسان نیول شوي، له ډلې یې ۳ کسان په تاجکي فارسي خبرې کوي. د دوی له ډلې یوه یې اعتراف کړی، چې د مارچ په ۴ مه نېټه له ترکیې هیواد څخه روسیې ته راغلی دی. هغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې خپره شوې دغه کس پکې وایي، چې نوم یې (فریدون شمس الدین) دی. د دې نیول شوي کس په اړه ځايي پولیس وایي، هغه وخت یې پرې شک پیدا شو، چې د پېښې له ځایه په تېښته و او غوښتل یې په یوه ونه کې پټ شي. نیول شوي کس دا هم ویلي، چې د دې برید ترسره کولو لپاره ورته د نیم میلیون روبیل وړاندیز شوی و. د مسکو په دې خونړۍ پېښه کې چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی، د وژل کسانو شمېر یې ۱۳۳ ته رسېدلی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین نن ورځ په ټول هیواد کې ملي ماتم هم اعلان کړی دی.