د برازیل په جنوب ختیځ کې د سختو توپانونو له امله ۲۵ کسان مړه شوي دي. د برازیل خبري اژانس اجنسیا برازیل پرون د چارواکو په وینا راپور ورکړی چې له دې جملې ۱۷ کسان په ایسپیریتو سانتو ایالت کې او اته نور کسان په څنګلوري ایالت ریو دي جانیرو کې مړه شوي دي. د شنبې په ورځ سخت اورښتونه د درنو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې سبب شول. په ایسپیریتو سانتو کې څه باندې ۵۴۰۰ کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او څه باندې ۲۵۰ نور کسان بې کوره شوي دي.