د پاکستان، په بلوچستان ګوادر سیمه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې څلورو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بلوچستان امنیتي چارواکي وایي، چې دغه برید د بم شنډونکو پوځیانو په ډله شوی، دوه سرتېري پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دا په تېرو څو ورځو کې په ګوادر کې د ناامنۍ دوېمه مرګونې پېښه ده. تېره اونۍ یو شمېر وسله وال په ګوادر بندر کې د امنيتي ځواکونو يوه کمپلکس ته ننوتي وو او له څو ساعته جګړې وروسته، د پاکستان پوځ په هغې پېښه کې د ۲ پوځيانو او ۸ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و. د یادولو وړ ده، چې په پاکستان کې د یادو دواړو برېدونو مسوولیت د بلوڅ ازادي غوښتونکو منلی دی.