روسیې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ برید چې د تازه معلوماتو له مخې ۱۱ تنه پکې وژل شوي، په سختو ټکو غندلی او نه منل کیدونکی یې بللی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د اسراییل له مشرانو څخه غوښتي چې په سوریې او ګاونډیو هیوادونو کې د وسله وال تاوتریخوالي پاروونکې کړنې بندې کړي. د رسنیو د راپورونو په اساس په دغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي چې پکې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو قومندان محمد رضا زاهدي او د هغه مرستیال حاج رحیمي شامل دي. د ایران او سوریې په رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې په برید کې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.