های نان د چین سویلي ولایت دی، چې لس لوی ښارونه لري. له های نان څخه چاپېر بحر، شنه ځمکه، نرمه هوا او پرېمانه اوبه؛ هغه څه دي، چې دې ولایت ته یې ځانګړې ښکلا وربښلې ده. ښه او پرمختللې کرنه او حاصل خېزه ځمکې لري. د چین دغه ولایت په ځانګړې سمسروتیا او ښکلا سربېره د چین یو ستر سوداګریز او سیاحتي مرکز هم بلل کیږي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته سوداګر او سیلانیان راځي.
د های نان ولایتي چارواکو د روان کال د مارچ په ۲۶ مه نېټه د افغانستان په ګډون د ۳۰ اسیايي هېوادنو ژورنالیستان دغه ولایت ته وربللي وو. د یاد ولایت چارواکو د ژورنالیستانو تود هر کلی وکړ او د ښه راغلاست ترڅنګ یې ورسره د های نان ولایت د سیاسي، اقتصادي او ټولنزو موضوعاتو په اړه ور خبرې وکړې. دوی په خپلو خبرو کې وویل (های نان چین ته د پُل حیثیت لري، ځکه چین له نړۍ سره وصلوي). دوی دغه راز زیاته کړه (چین د لسګونو هېوادونو هغو وګړو ته چې های نان ته د سوداګرۍ او سیاحت لپاره راځي، وړیا ویزې ورکوي او هڅه کوي چې په های نان کې سوداګرو او سیلانیانو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړي).
دغه ولایت ته ورغلو ژورنالیستانو د های نان په درېیو سترو ښارونو کې له سیاحتي سیمو، لرغونو کلیو او ابداتو، د دغه ولایت له کلتوري فعالیتونو، سترو فابریکو او شرکتونو څخه لیدنه وکړه. اړوندو مسوولینو یې د ژونالیستانو ورغلې ډلې ته اړوند مالومات ورکړل او خپلې تجربې یې ورسره شریکې کړې.