د ترکیې په یوه شپني کلب کې د اور لګېدو له کبله کې ۲۹ کسان مړه شوي او یو تن ټپي دی. د استانبول یوې لوړ پوړې ودانۍ په ځمکتل کې د ماسکویرادي په نامه دا کلب مخکې تړلی و او د ورځې په کې د بیا رغونې چارې روانې وې. د استانبول ښاروال داوت ګل وايي، له نیمايي ورځې وروسته په دې کلب کې اور لګېدلی، چې د نوموړي په وینا لامل یې معلوم نه دی. نوموړی وايي، فکر کېږي هغه کسان چې مړه شوي د کلب بیا رغونې په چارو کې ښکېل کسان وو. د پېښې په تړاو پوښتنې، ګروېږنې پیل شوې دي او د چارواکو په خبره د کلب مدیر او د بیارغونې چارو د مسوول نیولو لپاره امر ترلاسه شوی دی.