په پاکستان کې د خصوصي کولو کمیسیون ویلي، چې د دغه هېواد زیانمن ملي هوايي شرکت د اسهامو په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کیږي. د خصوصي سازۍ د کمیسیون دا اقدام د پیسو نړیوال صندوق له خوا په پاکستان کې د مالي اصلاحاتو د غوښتنې په اساس کیږي. د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي ای اې) تراوسه په میلیاردونو پاکستانۍ روپۍ تاوان کړی او د خصوصي کولو کمیسیون پانګه اچوونکو ته د دغه شرکت له ۵۱ څخه تر ۱۰۰ سلنې ونډې د پیرلو لپاره د وړاندیزونو سپارلو ته د مې میاشتې درېیمې نیټې پورې وخت ټاکلی دی. پي ای اې د پاکستان د هوايي چلند یوازې ۲۳ سلنه جوړوي په داسې حال کې چې د منځني ختیځ هوايي شرکتونه ددغه مارکیټ ۶۰ سلنه برخه جوړوي.