د راپورنو له مخې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ اوکراین ته د وسلو ورکولو په برخه کې د پنځو کلونو لپاره د سل میلیارده یورو د بسپنې صندوق جوړولو وړاندیز کړی دی. د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د دغې طرحې په اړه مقدماتي خبرې کړې دي. د ناټو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به له اوکراین څخه د ناټو د ملاتړ پر ترټولو غوره امکاناتو او د اوکراین د لا ځواکمن کولو پرلارو چارو خبرې وکړي. تر دې وړاندې د اوکراین ویلي وو چې د دغه هېواد په وړاندې د امریکا بې غوري به اوکراین د روسانو په لاس کې واچوي.