په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ تر برید وروسته چې ایران یې د غچ اخیستو اعلان وکړ، د اسراییل د دفاع وزیر د ایران د ګواښونو په ځواب کې ویلي، چې دوی هر ډول ګواښ او سناریو ته چمتو دي. د اسراييل د دفاع وزير يوف ګالانت وويل؛ هېواد يې خپل چمتووالى زياتوي او د لبنان د حزب الله او نورو هغو سازمانونو پر وړاندې چې اسراييل ته ګواښ پېښوي، خپل عمليات پراخوي. په ورته وخت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته ایران د تهران په ډېپلوماتیکه سیمه کې د پنځو هغو اسراییلي چارواکو انځورونه لګولي، چې له مخې یې یاد خلک د دمشق په برید کې ښکېل بلل کیږي. په دغو بېنرونو کې د اسراییل د دفاع وزیر، د پوځ لوی درستیز او مرستیالان او د اسراییل د هوايي او سمندري ځواکونو قوماندانان شامل دي. ایراني چاواکو ویلي، چې د سپاه د غړو وژل کېدل د ایران لپاره سخت دي او دوی به یې غچ اخلي.