د راپورونو له مخې د خېبرپښتونخوا کورمې په پیواړ سیمه کې نامعلومو وسله والو په یوه ډله خلکو ډزې کړې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې وژل شوي کسان څوک دي، خو ځینې سرچینې وژل کسان پولیس یادوي. په سیمه کې د پولیسو یوه افسر حمزه بنګښ رسنیو ته ويلي چې په پېښه کې وژل شوي کسان پولیس وو او هغه مهال یې د پولیس جامې په ځان نه وې. تر اوسه پورې لا نورو کره سرچینو دا خبره نه ده تاييد کړې خو په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وسله والې ډلې پولیس، حکومتي کسان او فعالان په نښه کوي.