اپل شرکت خپل څه باندې ۶۰۰ کارکوونکي له دندو شړلي دي. په کلیفورنیا کې د دېره دغه شرکت اطلاعاتو له مخې دغې ادارې خپل ۶۱۴ کارکوونکي د مارچ میاشتې پر ۲۷مه له خپلو ګڼو دفترونو ځواب کړي دي. دا د کرونا تر وبا وروسته د دغه شرکت د کارکوونکو د منفک کولو تر ټولو لوی مورد ګڼل کېږي. تېر کال امازون، میټا، ګوګل او د ټکنالوژۍ نورو شرکتونو هم خپل ګڼ کارکوونکي ځواب کړل. اپل شرکت په دې اړه پوښتل شویو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. بلومبرګ خپرونې راپور ورکړی چې د دغو سلګونو کسانو د منفک کولو مسئله د اپل شرکت له هغه ځنډېدلي پلان سره تړلی چې غواړي برېښنايي موټر تولید کړي.