د راپورونو له مخې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د روسیې د یو جګپوړي امنیتي چارواکي هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د تاجکستان په پلازمېنه کې د اوکراین سفارت د روسیې پر ضد د جګړې لپاره عسکر ګماري. رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي، چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال نیکولای پاتروشیف، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ښه ملګری دی، د چهارشنبې په ورځ، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، وویل، چې د «اوکراین استخباراتو” مسکو کې د کنسرت پر تالار په خونړی برید کې لاس درلود او په تاجکستان کې د اوکراین سفارت د جنګیالیو ګمارنه کوي. اوکراین په دې برید کې چې لږ تر لږه ۱۴۴کسان په کې ووژل شول، لاس لرل رد کړي او امریکا ویلي، چې د داعش ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.