د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي، چې هېواد به يې د امريکا له مرستو پرته د روسیې پر وړاندې روانه جګړه وبايلي. زلينسکي تېره ورځ يوې آنلاين ناستې ته د وينا پرمهال ويلي، اړينه ده چې د امريکا د کانګرس استازو ته په څرګند ډول يادونه وکړم، چې که له اوکراين سره مرسته ونه کړئ، کيف به جګړه وبايلي. د اوکراين ولسمشر دې غونډه کې لويديځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د کيف د ماتې په صورت کې به روسيه پر نورو اروپايي هېوادونو هم بريدونو ته زړه ښه کړي. د يادونې وړ ده، چې د امريکا د کانګرس يو شمېر غړي له څو مياشتو راهيسې اوکراين سره د مرستو مخالفت کوي او وايي، چې امریکا دې د دې پرځای مکسيکو سره د پولو امنيت ټینګ کړي.