د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په دغه سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنه د نویو غړو د منلو کمیټې ته استولې ده. د رویټرز د راپور پر بنسټ، په ملګرو ملتونو کې د مالتا استازې ونسا فریزر وړاندیز کړی و چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د فلسطین د غوښتنې په تړاو غونډه جوړه شي او روانه زیږیز میاشت د دغې غوښتنې ارزونه وروستۍ شي. په ملګرو ملتونو کې د عربو هېوادونو ډلې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د فلسطین دولت ته د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب ورکولو اړتیا د پخوا پرتله خورا بېړنۍ شوې ده.