د پاکستان د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د پنجاب ایالت نهو اوسېدونکو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د نوشکي سیمې پولیسو ویلي، چې پېښه له نوشکي ښاره نږدې شپږ کیلومتره لرې سلطاني سیمه کې رامنځته شوې ده. مسوولین وايي، د پاکستان پنجاب سیمې اوسېدونکو په یوه بس موټر کې سفر کاوه، چې له موټره ښکته کړل شوي او وروسته پرې ډزې شوې دي. پولیس وايي، وسله والو هغه موټر په یوه غرنۍ سیمه کې درولی، چې دغه وژل شوي کسان یې د بلوچستان له مرکز کوټې د ایران تفتان ته لېږدول. وژل شوي کسان د پنجاب منډي بهاوالدین او ځینې نورو سیمو اوسېدونکي وو. پولیس وايي وسله والو پر بس موټر ډزې کړې، بس یوه ژور ځای ته غورځېدلی، چې له کبله یې دوه نور کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي.