د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، فکر کوي، چې ایران به ژر پر اسراییلو برید وکړي. د بایډن دا څرګندونې داسې مهال دي، چې روانه میاشت په سوریه کې پر ایراني کونلسګرۍ له یوه هوايي بریده وروسته داسې ګومان کېږي چې ایران به یې د غچ اخیستنې هڅه وکړي. امریکايي چارواکو په دې هکله ویلي، چې کېدای شي ایران ډېر ژر پر اسراییلو لوی برید وکړي. اسراییل وايي، له ځانه دفاع ته چمتو دي او د امریکا ولسمشر وايي، له ځانه دفاع کې به د اسراییلو ملاتړ وکړي.