د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خبر ورکړی، چې هالنډ ورسره د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرسته کوي. زیلینسکي ویلي، چې دا مرستې به د روان کال په ترڅ کې اوکراین ته وسپارل شي. د هالنډ صدراعظم مارک روټ بیا پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، چې له دې نوې مرستې سره به په روان کال کې له اوکراین سره د هالنډ مرستې ۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. روټ دغه راز زیاته کړې، چې هالنډ او شریکان یې چمتو دي چې له اوکراین سره هر ډول پوځي او دفاعي مرسته وکړي. د هالنډ صدراعظم مارک روټ تر دې وړاندې ویلي و، چې اوکراین باید له روسیې سره په جګړه کې بریالی شي؛ تر څو د اروپا امنیت ته ګواښ پېښ نه شي.