د راپورونو له مخې بریتانیا پاکستان هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې هلته د دوی د وګړو لپاره سفر خطرناکه دی. د مالوماتو له مخې د بریتانیا په دې نوملړ کې چې د خپلو وګړو د سفر لپاره یې خطرناک بللي ټول۲۴ هېوادونه شامل دي. په دې هېوادونو کې افغانستان هم شته دی. بریتانیا په دې هیوادونو کې علتونه جګړه، تروریزم، طبیعي پېښې، بده هوا او ټول هغه څه یاد کړي، چې چا ته پکې د سر خطر وي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې ۷۸۹ ترورستي بریدونه شوي وو او د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله د دې بریدونو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.