پر اسراییلو د ایران له بریدونو وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې د اسراییل او امریکا لخوا پر ایران برید به يې د ایران ملاتړ ته اړ کړي. پوتین ویلي، که امریکا وغواړي چې د اسراییلو د ملاتړ لپاره د جګړې ډګر ته راووځي، نو موږ به دلته غلي پاتې نه شو. خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا پر ایران د اسراییلو ځوابي برید ملاتړ نکوي، ونډه پکې نه اخلي او مخالفه یې ده.