د راپورونو له مخې د پاکستان پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د تندر لوېدو په وروستیو پېښو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی. پاکستاني چارواکو ویلي، چې ټکې یا تندر لوېدو ۲۱ کسان په پنجاب او ۵ نور په بلوچستان کې وژلي دي. په پاکستان کې په یوه ورځ د تندر لوېدو پېښو کې د دومره کسانو وژل کېدل بې ساري بلل شوي دي. د چارواکو په خبره په یادو سیمو کې تر نیم ساعت سخت باران وروسته په بېلابېلو سیمو کې تندرونه لوېدلي دي. د یادولو وړ ده، چې پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې روانه اونۍ د سختو ورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.