د پاکستان په جنوب لویدیځ کې له بارانونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی دی. اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي چې دغلته له تېرو درېیو ورځو راهیسې ورښتونو لږ تر لږه ۳۶ تنه مړه کړي چې اکثره یې بزګران دي. د پنجاب ایالت د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، ډېری مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې دغلته تلندې په ځمکه ولګېدې او د خلکو کورونه یې ونړول. هغه وایي، په دې اونۍ کې د نورو بارانونو وړاندوینه هم شوې ده. تر پنجاب وروسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو د قربانیانو کچه ډېره ده.